کندهار کې ۳ ښځې او یو ماشوم وژل شوي 

کندهار

کندهار کې درې ښځې او یو ماشوم په سړک کې د یو ایښودل شوي ماین چاودنې وژلي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي نن د اګسټ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چاودنه په پنجوايي کې شوې او په‌کې شپږ ملکي وګړي چې څلور یې کوچنیان دي، ژوبل شوي هم دي.

یوې امنیتي سرچینې چې د رسنیو سره د خبرو د اجازې نه‌لرلو په خاطر یې نه‌غوښتل نوم‌یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، دا کسان ټول د کندهار ښار د لومړۍ امنیتي حوزې د یو پولیس د کورنۍ غړي دي.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په وروستیو کې وویل چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱،۲۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.