په ایران د وسلو د بندیز غځولو لپاره د امریکا پر وړاندیز د ملګرو ملتونو رایه اچونه

یو ایرانی پوځي د مهماتو د لېږدولو پر مهال

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا اوونۍ پر ایران د وسلو د بندیز د غځولو لپاره د امریکا پر وړاندیز رایه اچونه وکړي.

ځینو ډيپلوماتانو ویلي چې دا ګام به د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ نازک او کمزوری اټمي تړون لا له خطر سره مخامخ کړي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۰۷ کال کې پر ایران د وسلو بندیز ولګاوه چې دغه بندیز شاوخوا دوه میاشتې وروسته پای ته رسېږي.

د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو امریکا، روسیې، چین، جرمني، بریتانیا او فرانسې ترمنځ د شوي اټمي تړون له مخې پر ایران د وسلو بندیز د راتلونکې اکټوبر میاشتې په نیمایي کې پای ته رسېږي.

دغه تړون کې چې ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو، ایران د اټمي وسلو له غني کولو منع شو او د نړۍ قدرتونو ورته په بدل کې ژمنه ورکړه چې د وسلو بندیز به ترې لیرې کېږي.

په ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړونه ووتله او ولسمشر ډونالد ټرمپ دا د بارک اوباما د دورې تر ټولو بد تړون یاد کړ.

اوس امریکا د دې تړون خلاف غواړي چې پر ایران د وسلو بندیز له اکټوبر وروسته هم تمدید شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چهارشنبې په ورځ په پراګ کې له ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا ایران د ترهګرو لوی ملاتړی یاد کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

هغه وویل، د سیمې یو شمېر عربي هېوادونه هم د دې ملاتړ کوي چې پر ایران دې د وسلو بندیز وغځول شي، هغه ملګرو ملتونو ته د وړاندیز شوي پرېکړه‌لیک په اړه وویل: "کوم پرېکړه‌لیک چې موږ غواړو وړاندې یې کړو، یوازې د وسلو د بندیز د تمدید غوښتنه په‌کې شوې، هغه هم په ډېر وضاحت."

مایک پومپیو ویلي، که پر ایران د وسلو بندیزونه لیرې شي، دا هېواد به د وسلو په یوه بې‌اصوله معامله‌ګر بدل شي.

پومپیو ویلي، ایران به د بندیز د لیرې کولو په صورت کې ونزوئلا، سوریې او افغانستان په ګډون یو شمېر نورو نارامه هېوادونو ته وسلې ولېږي او هلته به د جګړې اور لا تاوجن کړي.

ایران بیا له دې وړاندې د امریکا دغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

په سیمه کې د ایران دوه پیاوړي متحدین روسیه او چین بیا د امریکا له دې وړاندیز سره مخالف دي چې پر تهران دې د وسلو بندیز وغځول شي.

د دغو هېوادونو چارواکو ویلي، امریکا هېڅ قانوني دلیل نه‌لري چې د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا فشار راوړي چې پر ایران بندیز تمدید کړي.

دوی وایي، دې برخه کې باید د امنیت شورا پرېکړه‌لیک چې د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون له مخې صادر شوی باید عملي او پر ایران د وسلو بندیز لیرې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له دې وړاندې ویلي، متحده ایالات نه قانوني او نه بله داسې کومه لاره لري چې د خپلو ګټو لپاره د امنیت شورا له مأموریته ګټه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

امریکا بیا وایي، روسیه او چین غواړي چې پر ایران د وسلو بندیز له لیرې کولو وروسته پر تهران خپلې وسلې وپلوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیا د سې شنبې په ورځ ویلي، راتلونکې څو اوونۍ او میاشتې ډېرې حساسې دي.

ښاغلي ظریف ویلي، دی ډاډه دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د امریکایي ادارې دا کمپایني وړاندیز رد کړي، ده ویلي، دا وړاندیز د ۲۱مې پېړۍ د سیاسي لاسته راوړنې په وړاندې د لېونتوب یو تمرین دی.

که پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو بندیز بیا تمدید شي، دا په دې معنی ده چې ایران به د بالستیک توغندیو له جوړېدو چې اټمي وسلې لېږدوي منع شي او دې برخه کې به پر لسګونه اشخاصو او کمپنیو بیا بندیزونه ولګول شي.

د بندیز دوام به له هېوادونو غواړي چې ایران ته هر ډول صادرېدونکي او له هغه هېواده ټولې واردېدونکې کارګوګانې وپلټي چې ناقانونه څه تېر او بېر نه‌شي.