پلخمري کې ماین چاودنې د دوو رسنیو دفتر ویجاړ کړی

د افغانستان عمومي نقشه کې بغلان ولایت

د بغلان پلخمري ښار کې ماین چاودنې د سیمه‌ییزې راډیو ارمان شهر او شهربانو اوونیزې دفتر ویجاړ کړی دی. د چارواکو په وینا پېښه پرون ماښام شوې.

د دې دواړو ادارو مشر سید عظیم هاشمي نن (د اګسټ ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې په چاودنو کې چا ته د سر زیان نه‌دی اوښتی، خو مالي تاوان‌یې اړولی دی.

سید عظیم هاشمي زیاتوي: "دې چاودنې زموږ د دفتر څو کمپیوټرونه خراب کړي، زموږ په دفتر کې کار ممکن نه‌دی او زموږ پر همکارانو یې منفي اغېز کړی دی."

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر، نی دا حمله غندلې او له امنیتي ځواکونو یې غوښتنه کړې چې د رسنیو امنیت ته پام وکړي.

د بې‌پولې خبریالانو د نړیوالې ادارې په وینا، افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو لپاره له ډېرو خطرناکو هېوادونو دی.