مصالحې شورا: د افغان حکومت او طالبانو د لومړني مذاکراتو اصلي موضوع به اوربند وي

د افغان حکومت مرکچي پلاوی

د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړني پړاو مذاکراتو اصلي موضوع به اوربند وي.

داسې ښکاري چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل په وړاندې بل هېڅ کوم خنډ نه‌دی پاتې.

د دې شورا له قوله، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل کره نېټه به هم ژر اعلان شي.

له دې وړاندې طالبانو د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په وړاندې اصلي ستونزه د ۴۰۰ بندیانو خلاصون ښودلی و، خو ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړې وروسته، د دې زندانیانو د ازادۍ فرمان پرون لاسلیک کړ.

تر اوسه د دې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون فرمان رسنیو ته نه‌دی ورکړل شوی.

اوس د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل نېټه به ژر اعلان شي او همدا ډول د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړني رسمي مذاکراتو اجنډا به تل‌پاتې اوربند وي.

فریدون خوځون

د دې شورا ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۲۱» ازادي راډیو ته وویل: "اجنډا له وړاندې ټاکل شوې ده. د مذاکراتو په ځای هم هوکړه شوې ده. زموږ لومړۍ اجنډا د تل‌پاتي اوربند اعلان دی چې په دې اړه به خبرې وکړو."

د ښاغلي خوځون په خبره، د سولې د ټول بهیر مشري به د ملي مصالحې شورا پر غاړه وي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل په اړه بشپړ تیاری لري.

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې بهیر تدارکاتي او اداري چارې بشپړې شوې دي.

مېرمن انوري زیاتوي: "په لنډو ورځو کې د دواړو لورو له‌خوا پر نېټې له هوکړې وروسته خبرې پیلېږي. د افغانستان د دولت لومړنۍ اجنډا تل‌پاتې اوربند دی. د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه بحثونه به د مصالحې عالي شورا او د افغانستان د دولت په رهبرۍ مشخص شي."

ناجیه انوري

د اغلې انوري له قوله، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ لومړی پړاو مذاکرات په قطر کې کېږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده وايي، په دې پړاو خبرو کې به د افغانستان مذاکره کوونکی پلاوی ۲۱ تنه وي او مشري به‌یې د ملي امنیت پخوانی رئیس محمد معصوم ستانکزی کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان وايي، د ۴۰۰ طالب بندیانو د هویت نه‌مشخصېدل د افغانستان د سولې په خبرو کې د ابهام څرګندويي کوي.

د سیاسي مسایلو شنونکي عمر شریفي ازادي راډیو ته وویل، دا زندانیان د جرایمو درنې دوسیې لري او د هویت ښکاره کول به‌یې له یو شمېر هېوادونو سره د افغانستان په ډیپلوماتیکو اړیکو منفي اغېز وکړي.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب بندیان

ښاغلی شریفي وايي: "د دې ۴۰۰ زندانیانو د هویت پټ ساتل د افغانستان د سولې په خبرو کې د یو شمېر پېچلو بحثونو ښکارندوی دی. دوی نه‌یوازې دا چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې په درنو جرمونو تورن دي، بلکې زما له انده چې د بهرنیو اتباعو په ترور کې یې هم لاس درلود."

د ښاغلي شریفي په خبره، که طالبان د دې کسانو د ازادۍ په بدل کې اوربند ومني، د خلاصون بحث به‌یې د جبران وړ وي.

طالبانو هم ویلي، د دې ډلې د ټولو ۵ زره زندانیانو له ازادۍ وروسته به، د یوې اوونۍ دننه له افغان حکومت سره خبرې پیل کړي.