'لوګر او کندز کې ۱۲ طالبان د خپلو ۲ ماینونو په چاودنو کې وژل شوي'

ارشیف

په لوګر او کندز ولایتونو کې ۱۲ وسله‌وال طالبان د خپلو دوو ماینونو په چاودنو کې وژل شوي دي.

دوه وسله‌وال طالبان پرون د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم کې وژل شوي چې غوښتلیې څو ماینونه بلې سیمې ته انتقال کړي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي نن ازادي ته وویل: "دوه تنه طالب ترهګر چې ماینونه‌یې له یوې سیمې بلې سیمې ته انتقالول د خپل ماین ښکار شول او دواړه وژل شوي دي."

بل‌خوا د کندز پولیس وايي د طالبانو یو سرګروپ سیف‌الرحمن له خپلو ۹ ملګرو سره د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت‌الله اکبري ازادي راډیو ته وویل، وسله‌والو غوښتل دغه بشکه‌يي ماین پرون د کندز علي‌اباد ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لار ځای پر ځای کړي.

د دغو دوو پېښو په اړه وسله‌والو طالبانو څه نه‌دي ویلي.