د بین‌الافغاني خبرو پیل په اړه له غني او عبدالله سره د سټولټنبرګ خبرې

ارشیف، ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وایي د افغانستان له ولسمشر او د مصالحې عالي شورا مشر سره‌یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ماښام پر خپل ټویټر ولیکل چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په خبرو کې یې د سولې مذاکراتو هرکلی کړی.

د نوموړي په خبره ټول اړخونه باید له رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه استفاده وکړي.

سټولټنبرګ دغه‌راز ټینګار کړی چې د ناټو د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ درېږي او خپل حضور به د افغانستان د سولې بهیر څخه د ملاتړ لپاره تنظیم کړي.

مشورتي لویې جرګې د یکشنبې په ورځ د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره موافقه وکړه. تر دې وروسته ولسمشر اشرف غني پرون د دغو زندانیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي د اګسټ له ۱۸ تر ۲۰مې نېټې پورې راتلونکې اوونۍ به بین‌الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي.

طالبانو هم ویلي چې هر وخت د دوی بندیان خوشې شي په څو ورځو کې به له حکومت سره خبرو ته کېني.