ملي امنیت شورا: د پاته ۴۰۰ طالب زندانیانو راخوشې کول نه‌دی پیل شوی

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، تر اوسه د پاته ۴۰۰ طالب زندانیانو د راخوشې کولو بهیر نه‌دی پیل شوی، خو وروسته له هغه چې ولسمشر په دې اړه فرمان لاسلیک کړي، د بندیانو د خلاصون بهیر به پیل شي.

دا خبره په ملي امنیت شورا کې د ملکیانو د خوندیتوب او د پخلاینې د چارو مشر انتظار خادم ازادي راډيو ته وکړه.

ښاغلی خادم زیاتوي: "ولسمشر فرمان لاسلیک کوي او د لارښوونې پر اساس به‌یې بندیان راخوشې کړو. تر اوسه خلاصون نه‌دی پیل شوی. خو موږ ژمن یو او پلان هم ورته لرو."

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د لویې مشورتي جرګې په پای کې د جرګې د ګډونوالو سلا ومنله چې ۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.