له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ بېرته پیل شوه

ارشیف

له پاکستانه، افغانستان ته د کرونا ویروس له کبله د افغان کډوالو د ستنېدو ځنډېدلی بهیر نن بېرته پیل شو.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قيصرخان اپريدي ازادي راډيو ته وويل چې نن د دوشنبې په ورځ د اګست په لسمه نېټه د افغان کډوالو داوطلبانه ستنېدل بېرته پیل شول.

له مارچ میاشتې راهیسې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر درېدلی وو.

د اپريدي په وينا دا کډوال به له دوو مرکزونو ستنېږي.

افریدي وویل چې يو مرکز د خیبرپښتونخوا نوښار او بل د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې دی.

هلته د خلکو د تثبیت لپاره چارواکي شته او د دوشنبې او سې شنبې په ورځو به دا مرکزونه پرانیستې وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالونړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې له ۲۰۰۲ کال راهیسې تر دې دمه خوا اوشا څلور څلویښت لکه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې اوسمهال په پاکستان کې څه باندې څوارلس لکه ثبت شوي او اته لکه پرته له ثبته کډوال مېشت دي.