طالبان: مذاکرات به د بندیانو له خوشې کېدو وروسته یوه اوونۍ کې پیل شي

په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي

طالبان وايي چې بین‌الافغاني خبرې به د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د یوې اوونۍ په بهیر کې پیل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په خبرو کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د لویې جرګې پرېکړه مثبته وبلله، خو ویلي یې دي چې طالبان له امریکا سره د سولې موافقې ته ژمن دي او د اوربند په اړه بحث به د همدې موافقې له مخې په بین‌الافغاني خبرو کې وشي.

ولسمشر اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د مشورتي لویې جرګې غوښتنه تأیید کړه او ژمنه‌یې وکړه چې د دې بندیانو د خلاصون حکم به نن لاسلیک کړي.

د سولې مشورتي لویې جرګې نن په خپله درېیمه او وروستۍ غونډه کې په خپل پرېکړه‌لیک کې د سولې د ټینګښت لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. ښاغلي غني جرګې ته په وینا کې وویل چې د جرګې پرېکړه د ملت پرېکړه ده او حکومت‌یې په تطبیقولو مکلف دی.

هغه زیاته کړه: "په پرېکړه‌لیک کې همداراز ټینګار شوی چې د دې بندیانو له خوشې کېدو سره سم باید له کومې پلمې پرته د مستقیمو خبرو ژر تر ژره پیل یقیني شي."