نن د جاپان پر ناګاساکي د اټومي بمب د غورځولو ۷۵ کلیزه ده

متحدایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۹مه نېټه، له غرمې مخکې یو اټومي بمب چې وزن یې څلورنیم ټنه و، پر دې ښار راوغورځاوه

نن د جاپان پر ناګاساکي ښار د اټومي بمب د غورځولو ۷۵ کلیزه ده.

متحدایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۹مه نېټه، له غرمې مخکې په ۱۱:۰۲ یو اټومي بمب چې وزن یې څلورنیم ټنه و، پر دې ښار راوغورځاوه، چې له اویازرو زیات کسان په کې ووژل شول.

د ناګاساکي ښار اوسېدونکو په دې مناسبت د یادغونډو په جوړولو سره دې قربانیانو ته درناوی وکړ او د نړۍ له مشرانو یې وغوښتل چې پر اټومي وسلو د محدودیتونو د لګولو په برخه کې نور اقدامات وکړي.

متحدایالاتو د ناګاساکي له بمبارۍ مخکې درې ورځې مخکې پر هیروشیما هم اټومي بم وغورځاوه چې د نړۍ لومړنۍ اټومي حمله وه.

پر هیروشیما په اټومي حمله کې ۱۴۰ زره کسان ووژل شول.