لبنان کې د حکومت ضد اعتراضونه شوي

د پولیسو او اعتراض کوونکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي، دغلته پولیسو او د لبنان پوځ پر مظاهره کوونکو ربړي مرمۍ او اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

په لبنان کې د وروستۍ چاودنې په اعتراض پرون خلک سړکونو ته را ووتل او پر دولتي ودانیو یې هجوم ور ووړ.

د لبنان د پلازمېنې بیروت په مرکز کې د اګست د څلورمې درنې چاودنې ۱۶۰ تنه ووژل او څه باندې شپږ زره نور یې ټپیان کړل.

د لبنان صدر اعظم حسن دیاب ویلي، نن د اګست په نهمه به د پارلماني ټاکنو د ژر ترسره کېدو لپاره یوه لایحه وړاندې کړي، خو دې خبرې هم اعتراض کوونکي نه دي غلي کړي.

اعتراض کوونکي دولتي سیستم فاسد او بې ګټې بولي.

د پولیسو او اعتراض کوونکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي، دغلته پولیسو او د لبنان پوځ پر مظاهره کوونکو ربړي مرمۍ او اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

سره صلیب ویلي، د پرونیو مظاهرو پر مهال یې د ۱۱۷ کسانو د ټپونو درملنه کړې او ۵۵ نور ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پرونۍ مظاهرې د اکټوبر له مظاهرو وروسته تر ټولې لویې وې، اکټوبر کې هم زرګونه لبنانیان په حکومت کې د فساد او کمزوري مدیریت له کبله د څو اونیو په مخه سړکونو ته راوتلي وو.