اروپايي کمېسیون له لبنان سره د مرستې ټټر وواهه

بروکسل کې د اروپايي کمېسیون مرکزي دفتر

د اروپایي کمېسیون مشر وایي، د لبنان خلک یوازې نه دي، اروپا د دوی په څنګ کې ولاړه ده.

شار میشل پرون د اګست په اتمه په بیروت کې د لبنان له ولسمشر سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: "لبنانیانو ته چې غواړم کوم پیغام ورسوم دادی چې تاسو یوازې نه یئ، ځکه اروپایي ټولنه غواړي ستاسې په څنګ کې و اوسي، نه یوازې په خبرو یا ویلو، بلکې په عمل او اقدام، پر دې سربېره له دې غمیزې څو ساعته وروسته د ژغورنې ډلې ولېږل شوې چې خلکو سره مرسته وکړي."

د لبنان پلازمینه بیروت کې درنې چاودنې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه وژلي.

چارواکي وایي، تراوسه یې د دغې چاودنې په تړاو ۱۶ تنه نیولي چې د بیروت بندر مسئول هم په کې دی.