'د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي'

د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله

افغان چارواکي وایي د ۴۰۰ طالب بندیانو تر خوشې کېدو درې ورځې وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغو خبرو د پیل لپاره بل هېڅ خنډ نه‌شته.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "درې ورځې وخت غواړي، وروسته له دې چې بندیان خوشې شي چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي. بله کومه مانع نه‌شته. دا معلومداره مسئله ده چې که سبا دا کسان خوشې شي که بل سبا، تر هغه درې ورځې وروسته بین‌الافغاني مذاکرات پیلېدای شي."

ښاغلي عبدالله رسنیو ته دا هم وویل چې د دغو خبرو لومړی پړاو به په قطر کې وي، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

وسله‌والو طالبانو هم وړاندې ویلي وو چې د دوی ټول پنځه زره طالبان خوشې شي، نو په درېیو ورځو کې به له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د مشورتي لویې جرګې د څه باندې درې زرو ګډونوالو څخه اکثرو یې نن د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره موافقه وکړه، خو دوی وایي دا اقدام به په مشروط ډول کېږي او لومړی به د جګړو ډګر ته د دغو کسانو د بېرته نه‌ورتګ او د دایمي اوربند په اړه ضمانتونه اخیستل کېږي.

مشورتي لویه جرګه پرون په کابل کې پیل او سبا یکشنبه به د وروستي پرېکړه‌لیک په صادرولو پای ته ورسېږي.

افغان حکومت ویلي وو چې دغه ۴۰۰ طالب بندیان پېچلې حقوقي دوسیې لري او ولسمشر یې د خوشې کېدو صلاحیت نه‌لري، نو ځکه‌یې د وروستۍ پرېکړې په اړه مشورتي لویه جرګه راوبلله.