د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د سولې مشورتي لویې جرګې ۱۷ غړي په کرونا اخته دي

د سولې د مشورتي لویې جرګې غړي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي، د مشورتي لویې جرګې ځیني غړي پر کرونا ویروس اخته دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسؤل سعید جامي ازادي رادیو ته وویل، د یادې جرګې د ۱۷ ګډونوالو ټسټونه مثبت وو.

ښاغلي جامي د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۸» ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان له نورو جلا کړای شوي دي.

ښاغلی جامي زیاتوي: "تر اوسه مشورتي لویې جرګې ته له ولایتونو نه د راغلو او په‌کې د نورو ۳،۷۰۰ ګډونوالو ټسټونه اخیستل شوي چې له دې ډلې ۱۷ ټسټونه مثبت وو او څو نورې نمونې تر ارزونو لاندې دي."

ښاغلي جامي دا ونه‌ویل چې د کرونا ویروس څومره نمومې ارزول شوي او څومره ارزول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په جرګه کې یو ګرځنده کلینیک شته او امبولانسونه او روغتونونه هم د تیاري په حال کې دي.

احمد جواد عثماني

د سولې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني ویلي: "د کرونا ویروس له امله افغانستان مطلوب وضعیت لري، موږ هره ورځ د نزول خواته روان یو او د خدای په فضل پېښې مخ په کمېدو دي."

ښاغلي عثماني د جرګې له ګډونوالو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره، روغتیايي سپارښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي.

په ورته وخت کې د دغې جرګې ځیني ګډونوال د عامې روغتیا وزارت له تدابیرو راضي دي.

په یاده جرګه کې د پروان ولایت استازې روشنا خالد ازادي راډیو ته وویل: "زه له تدابیرو راضي یم، ځکه د هغو کسانو ټسټ چې مثبت و، جرګې ته ورته د ننوتلو اجازه ورنه‌کړل شوه او د چا چې منفي و، جرګې ته‌یې د ننوتلو اجازه درلوده."

د سولې مشورتي لویې جرګې ځیني غړي

خو د جرګې ځیني ګډونوال وايي، د جرګې په تالار کې روغتیايي سپارښتنو ته هېڅ پام نه‌کېږي.

عبدالواحد وویل: "زموږ دوستانو کرونا جدي ونه‌نیوله، په تالار کې یو لوېشت واټن هم نه‌و. اکثرو ماسک نه‌درلود. ټول اوږه په اوږه ناست وو."

د جرګې په دوهمه ورځ د جرګې غړي په فرعي کمېټو کې په خپلو کارونو بوخت وو.

د سولې مشورتي لویه جرګې د جمعې په ورځ د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو په هدف، مشورتي کارونه پیل کړل.