امریکا له لبنان سره نږدې ۱۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ به سبا ( یکشنبه) په هغه ټیلیفوني کنفرانس کې شرکت وکړي چې په کې به له لبنان سره په مرستو بحث کېږي.

د فرانسې، لبنان او نورو هېوادونو مشران هم په دې کنفرانس کې برخه اخلي.

د بیروت بندر د سه شنبې په ورځ د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و چې په کې نژدې یوسلو څلوېښت کسان ووژل شول او د د بیروت ښار ځېنې برخې یې ویجاړې کړې.

ټرمپ پرون پر خپل ټویټر په دې کنفرانس کې د خپل ګډون خبر ورکړ او ویې ویل ټول غواړي له لبنان سره مرسته وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، په درې راتلونکیو میاشتو کې په لبنان کې پنځوس زره کسانو ته د خوړو برابرولو په شمول به تر ۱۵میلیونه ډالره مرسته دې هېواد ته برابره کړي.

د لبنان ولسمشر میشل عون د جمعې په ورځ وویل، ښايي بم یا بهرنی عامل د دې سترې چاودنې سبب شوی وي.

دا د لبنان لومړۍ لوړپوړی چاروکی دی چې پرون یې وویل، د دې احتمال شته چې دا چاودنه په قصدي توګه رامنځته شوې وي.