بادغیس کې سږ کال د پستې حاصلات ۳۶ زره ټنو ته رسېږي

ارشیف

د بادغیس د کرني ریاست مسئولین وایې په دې ولایت کې د پستې باغونو په ډېرېدو سره به افغانستان د سیمې په کچه د پستې د سیالۍ بازار ته راووځي .

دغه چارواکي وایي، د دې ولایت پسته به سږکال ۳۶ زره ټنو ته ورسېږي.

اوس مهال ترکمنستان او ایران په سیمه کې د پستې عمده صادروونکي دی.

د افغانستان د پستې وده هم مخ په ډېرېدو ده.

د دې لپاره چې د پستې باغونه ډېرو اوبو لګولو ته اړتیا نه لري، نو د بادغیس ځمکې د پستې باغونو لپاره ډېر مساعد ګڼل کېږي.

د دې ولایت باغ لرونکي له حکومت څخه د پستې د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه لري، څو لا ښه محصولات واخستلی شي.