عبدالله عبدالله له بلقیس روش بخښنه وغوښته

د مشورتي جرګې انځور

د ملي مصالحې عالي شورا مشر په ولسي جرګه کې د فراه د استازې بلقیس روشن په وړاندې د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ د شوي چلند له کبله بخښنه وغوښته.

عبدالله عبدالله، چې د درې ورځنۍ مشورتي لویې جرګې مشري هم کوي، پرون ناوخته له ملي ټلویزیون نه په مرکه کې وویل، له مېرمن روشن سره شوي چلند خواشیني کړی دی.

هغه زیاته کړه: "د دغه ټربیون له لارې له مېرمن روشن نه بخښنه غواړم، دا چلند له هغو ارزښتونو او چلند سره چې دا نظام ورباندې ولاړ دی، په ټکر کې دی، د منلو وړ نه دی او باید وڅېړل شي."

مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر د پرانیستونکې وینا پر مهال بلقیس روشن هغه شعار اوچت کړ چې ورباندې لیکل شوي وو: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر محمداشرف غني د وینا پروخت بلقیس روشن ته وویل چې چا ته باج نه ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړیو پورې تړلې ده.

مېرمن روشن وروسته د یوې ښځې له خوا په ټېلو- ټېلو د جرګې له تالاره بهر وایستل شوه.