خوست کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي

ارشیف

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي، د داخلي کرکټ د ودې لپاره به ډېر ژر په خوست ولایت کې د کرکټ سیالۍ پیل شي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک، پرون جمعه ازادۍ راډیو ته وویل: "ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خوست ولایت کې د کرکټ لوبې پیل شي. دغه لوبې به د اتو ولایتونو ترمنځ وي او ګرېډ ون سیالۍ دي. د لوبغاړو لپاره دغه لوبې خورا مهمې دي."

دغه مسابقې راروانه پنج شنبه (د اګست پر ۱۳مه) پیلېږي او د اګست میاشتې تر ۲۲مې دوام کوي.

په مسابقو کې به د دغو اتو ولایتونو ټیمونه په خپلو کې مسابقه کوي، چې پایلوبه یا نهايي مسابقه به یې په کابل کې وشي.