چارواکي: ښايي د بیروت په پېښه کې کوم بمب یا "بهرنۍ مداخله" دخیله وي

د تېرې سې شنبې په هغه چاودنه کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ ته رسېدلی او د بروت زیاتې برخې تخریب شوي دي.

د لبنان ولسمشر وايي په پلازمېنه بیروت کې په وروستۍ ویجاړوونکې چاودنه کې ښايي کوم بمب یا "بهرنۍ مداخله" دخیله وي.

د تېرې سې شنبې په هغه چاودنه کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۱۵۴ ته رسېدلی او د بروت زیاتې برخې تخریب شوي دي.

د ولسمشر میشل عون په پرونیو څرګندونو کې د لومړي وار لپاره د لبنان د کوم لوړپوړي چارواکي له خوا وروستۍ چاودنه قصدي عمل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ژغورنې نړیوالې ډلې د قربانیانو د موندلو لپاره د کنډوالو په پلټلو بوخت دي.