عبدالله عبدالله له بلقیس روشن سره د فزیکي چلند د پلټنې غوښتونکی شو

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له بلقیس روشن سره په جرګه کې د ننني چلند د پلټنې جدي غوښتنه کړې ده.

ښاغلي عبدالله نن ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې د بلقیس روشن په وړاندې په جرګه کې په چلند خپګان وښود او ویې‌ویل چې دا پېښه باید وڅېړل شي.

بلقیس روشن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې مشورتي لویې جرګې منتظمینو نن په دې لاس پورته کړ.

مېرمن روشن زیاتوي: "ما خپله غوښتل ووځم، خو چې امنیتي کسان راغلل او لږ چې د رسنیو له لیده لیرې شول زه‌یې ټېله کړم. کوښښ مې وکړ چې ځان کلک ونیسم، خو ولوېدم او بیا یې وهل هم شروع کړل. مخصوصاً یوه ښځه وه هغه هم د امنیتي کسانو وه. خلکو ویلي چې کومه وکیله وه، خو وکیله نه‌وه، بلکې هغې له مخکې همالته د تشریفاتو په برخه کې کار کاوه."

اغلې روشن د ولسمشر اشرف غني د خبرو پر وخت له خپل ځایه پاڅېده او په یوه ټوکَري بنر یې لیکلي و چې: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر اشرف غني بلقیس روشن ته وویل چې چاته باج نه‌ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړو پورې تړلې ده.