عبدالله عبدالله: د مشورتي جرګې پرېکړه د هېواد له برخلیک سره تړلې

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون په تړاو د مشورتي جرګې پرېکړه د هېواد له برخلیک سره تړلې ده.

ښاغلي عبدالله چې د جرګې مشري هم ور په غاړه ده نن‌یې دا خبره وکړه.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "موږ په یوه حساس پړاو کې یو. زموږ پرېکړې د هېواد په برخلیک تړلې دي. د طالبانو د ۴،۶۰۰ بندیانو او ۵۰۰ نورو بندیانو د خلاصون پرېکړه اسانه نه‌وه، خو دا سولې ته د رسېدو په لار کې د پرتو خنډونو د لیرې کولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت هوډ او اراده ښيي."

د سولې مشورتي لویه جرګه نن په کابل کې پیل شوه.

دا جرګه د سولې په اړوندو مهمو مسئلو په تېره بیا د ۴۰۰ هغو طالب بندیانو په خلاصون سلا مشوره کوي چې درنې جرمي دوسیې لري او اکثر یې په اعدامونو او عمر بند محکوم شوي دي.

طالبانو له اول سره د دې جرګې له دایرېدو سره خپل مخالفت ښودلی و.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وویل چې ۴۰۰ طالب بندیان باید د مستقیمو خبرو د ژر پیل لپاره د دې جرګې له دایرېدو پرته خوشې شوي وی.