د پکتیا مدني فعالان: د کمزوري مدیریت له امله ګڼې پروژې نېمګړې پاتې دي

د پکتیا مرکز ګردېز

په پکتیا کې له سلو پورته داسې پروژې شته، چې د بنسټ ډبرې یې کلونه وړاندې ایښودل شوي، خو د ځینو چارې نه دي پیل شوي او د ګڼو نورو چارې په نیمایي کې پاتې دي.

په پکتیا کې د اقرا برنامې په چوکاټ کې د ۱۰۳ ښوونځیو جوړېدل، چې پرانېسته یې تېر کال وشوه، ګڼې نورې پروژې شته، چې د بنسټ ډبرې یې کلونه وړاندې اېښودل شوي، خو تر اوسه یې د جوړېدو چارې هم نه دي پیل شوي او یا هم د ځینو چارې تر نیمایي نه دي رسېدلي.

د دې ولایت اوسېدونکي ولایتي اداره ګرموي، چې زیاتره پروژې یې له ژمنې سره سمې پر وخت نه بشپړېږي.

د دې ولایت یو تن اوسیدونکی لطف الله بېنوا وایي: "د مچلغو بند، د ډنډ پټان سرک، د ګردېز زرمت سرک، د ۱۰۳ ښوونځیو جوړېدل چې تر اوسه یو ښوونځي هم نه دی جوړ شوی، او کډوالو ښارګوټی چې بنسټ ډبرې یې کلونه کېږي ایښودل شوي خو ځینې یې هېڅ پیل شوي نه دي او ډېرې نورې پروژې اوس هم په ټپه ولاړې دي."

د پکتیا مرستیال والي عبدالوالي سهي د یو شمېر پروژو پر وخت نه بشپړېدل د امنیت نشتوالی بولي، خو د ۱۰۳ ښوونځيو د کار نه پیلیدلو ستونزهپه مرکز کابل د کلیو پراختیا وزارت اړوند بولي.
دی وایي: "له بده مرغه زموږ یو شمېر پروژې د امینت او بودیجې د نشتوالي له امله ونشوې او یا یې هم کارونه وځنډېدل چې خوشبختانه د ګردېز زرمت او مچلغو بند چارې بیا پیل شوې، او ۱۰۳ ښوونځیو کارونه بیا په مرکز کې دي چې په ولایتي کچه هېڅ ربط نه لري او هیله من یم ژر خلاص شي."

په پکتیا کې د ژمي په راتلو د درنو واورو اورښت او سوړ اقلیم یوه بله هغه ستونزه بلل کېږي، چې د ساختماني پروژو د چارو په ځنډیو کې رول لوبوي، خو د دې ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان وايي که د فساد، د ادارې کمزورتیا او پر وخت د پروژو تعقیب ته پاملرنه وشي، ټولې پروژې به په خپل وخت پیل او بشپړې شي.