د سولې مشورتي جرګې څخه یوه ګډونواله ایستل شوې

د مشورتي لویې جرګې د تالار عمومي انځور

د سولې مشورتي جرګې لومړۍ ورځ د ځینو لانجو او فزیکي شخړو شاهده وه.

د سولې مشورتي لویې جرګې منتظمینو نن د ولسي جرګې او د سولې مشورتي جرګې غړې بلقیس روشن د اعتراض پر مهال له جرګې وایستله.

اغلې روشن د ولسمشر د خبرو پر وخت له خپل ځایه پاڅېده او په یوه ټوکَري بنر یې لیکلي و چې: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر اشرف غني بلقیس روشن ته وویل چې چاته باج نه‌ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړو پورې تړلې ده.

د ولسمشر غني او بلقیس روشن تر لنډو خبرو وروسته د خواله رسنیو د تصویرونو له مخې ښکاري بلقیس روشن د یوې بلې ښځې له‌خوا په داسې حال کې چې شعار یې په لاس کې و او مخته روانه وه په ځمکه ووهل شوه.

په جرګه کې د بلقیس روشن وهل کېدو او له جرګې د هغې ایستلو ګڼ غبرګونونه هم پارولي دي.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر په خپله ټویټر لیکلي چې د معترض وهل ټکول ځورونه حسابېږي او ځورونه جرم دی چې باید عامل‌یې ځواب ورکړي.

اخوا په فېسبوک باندې یوه بله وېډیو هم خپره شوې چې د جرګې یو بل غړی او ځوان فعال غورځنګ سیال د جرګې د ترسراوي مسؤلینو له تالار وایسته.