کندز کې ۲ کسان د هیرویینو د قاچاقو پر مهال نیول شوي

ارشیف

دوه کسان کندز ولایت ته د هیرویینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د اسد د میاشتې په ۱۴ نېټه دوه کسان هغه مهال ونیول چې څه د پاسه یو کیلوګرام هیرویین یې په ۵۹ کپسولونو کې په خپلو خېټو کې پټ کړي او کندز ولایت ته یې قاچاق کول.