د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې به وروستی خنډ لرې کړي.
زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنا ده.
1/3 لویه جرگه افغانها بتاریخ ۷ آگست برگزار میگردد. این یک فرصت تاریخی برای حذف آخرین موانع برای مذاکرات صلح است. نتیجه مثبت به معنای کاهش خشونت و جمع شدن فوری افغانها دور میز مذاکره خواهد بود. https://t.co/JJ2Wq29k7v
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) August 7, 2020
خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې د جرګې ګډونوال خپلو بحثونو کې بریالي شي او له ګډونوالو یې غوښتنه کړې چې د هغو کسانو په وړاندې ودرېږي چې اوسنی حالت غواړي او سولې ته د رسېدو لاره پیچلې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د جرګې رابلل ستایلي او ویلي یې دي، دوی پوهېږي چې ګډونوال به یې د پاته طالب زندانیانو پر خوشې کېدو مصلحت وکړي.
دا جرګه چې نن د دریو ورځو په مخه پيلېږي، شاوخوا درې زره کسان په کې برخه اخلي.