ټرمپ د ټیک ټاک او ويچټ له مالکانو سره د معاملو د بندیز اجرایي حکم صادر کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټیک ټاک او ويچټ شبکو له چینایي مالکانو سره د معاملو د بندیز اجرایي حکم صادر کړ.

دغه بندیز د راتلونکو پنځه څلویښتو ورځو په موده کې پیلېږي.

ټرمپ د ټیک ټاک له مالک ‌سره د معاملو د بندیز لامل د ملي امنیت په اړه اندېښنې وښودې.

په دې اړه حکم کې ویل شوي، د لنډو ویډیو اپلیکیشن ټیک ټاک ملي امنیت ته یو ګواښ ګڼل کېږي او باید د مالک په وړاندې یې تاوتریخجن چلند وشي.

په حکم کې راغلي، ويچټ شبکه هم په اتومات ډول د کاروونکو معلومات ترلاسه کوي.

تر دې وړاندې د امریکا سنا هغه لایحه په قاطع اکثریت سره تصویب کړه چې د حکومت مامورین پر دولتي وسایلو د لنډو ویډیوګانو د شریکولو د نامتو چینايي شبکې ټیک ټوک له لیدو منع کوي.