امریکا کې پر دولتي وسایلو د ټیک ټاک شبکې د ګټنې د منع لایحه تصویب شوه

آرشیف

د متحدایالاتو سنا هغه لایحه په قاطع اکثریت سره تصویب کړه چې د حکومت مامورین پر دولتي وسایلو د لنډو ویډیوګانو د شریکولو د نامتو چینايي شبکې ټیک ټاک له لیدو منع کوي.

دا اقدام یوه وروسته له هغه کېږي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، امریکا به هڅه وکړي چې د چین پر ځانګړو اپلیکېشنونو او مخابراتي شرکتونو بندیز ولګوي.

پومپیو د چین ټکنالوژي چې حکومت یې ملاتړ کوي د متحدایالاتو د ملي امنیت او د وګړو د شخصي معلوماتو لپاره ګواښ وباله.

جمهوري غوښتونکي سناتور جاش هاولي چې د دې لایحې طرح یې وړاندې کړې وه، په یوه بیان کې وویل چې دی په دې برخه کې د دواړو ګوندونو د همکارۍ له کبله خوښ دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین پر ټکنالوژۍ خپلې حملې زیاتې کړې دي او د تېرې جولای میاشتې په ۳۱مه یې د ټیک ټاک د بندېدو غوښتنه وکړه.

هغه وروسته بیا وویل چې دی به مایکروسافټ امریکايي شرکت ته اجازه ورکړي چې د سېپټېمبر تر ۱۵مې نېتې پورې ټیک ټوک وپېري.

چین په ۲۰۱۷ کال کې هغه قانون نافذ کړ چې له مخې یې کمپنۍ د دې هېواد د استخباراتو په ملاتړ او له هغو سره په همکاري مکلفې بلل شوي.