نړۍ کې د لومړنۍ اټمي حملې ۷۵مه کالیزه؛ هیروشیا کې د سولې زنګ وکړنګول شو

هیروشیما کې د سولې پارک

نن په نړۍ کې د لومړنۍ اټمي حملې ۷۵مه کالیزه ده.

د ۱۹۴۵ م کال په اګسټ کې د جاپان پر هیروشیما ښار یوې امریکايي الوتکې اټم بم وغورځاوه.

د هیروشیما د ښاروال په وینا په دې پېښه کې یو لک او ۴۰ زره تنه ووژل شول.

د سولې زنګ نن د هیروشیما په وخت د سهار په ۸ بحې او ۱۵ دقیقې وکړنګول شو.

پر دغه ښار ۷۵ کاله پخوا په همدې ورځ اټمي برید وشو.

د هیروشیما د اټمي حملې د ۷۵مې کالیزې په مناسبت نن د مراسمو برخه‌والو د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره کړه.

هیروشیما کې د پېښې سیمه کې ځینې مېرمنې د دعا پر مهال.

د هیروشیما ښاروال کازومي ماڅوۍ وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو له خطر سره سره د هیروشیما د پېښې د اهمیت له کبله د دې پېښې یادونې ته راټولېږي.

ماڅوۍ زیاتوي: "د ۱۹۴۵ م کال د اګسټ په شپږمه یوه اټمي بم هیروشیما ښار ویجاړ کړ. هماغه وخت داسې اوازې خپرې شوې چې ۷۵ کاله به دلته هېڅ شی شین نه‌شي، خو هیروشیما پر خپلو پښو ودرېدله، د سولې سمبول وګرځېده او د نړۍ د ټولو سیمو اوسېدونکي د دې ښار لیدو ته راځي."

د کرونا ویروس خپرېدا سبب شوې چې د هیروشیما د پېښې یاد غونډه پراخه جوړه نه‌شي.

د جاپان صدراعظم شینزو ابې له معمول سره سم په مراسمو کې ګډون وکړ، خو په غونډه کې د بهرنیو مېلمنو شمېر لږ وو.

د جاپان صدراعظم شنزو ابې

په مجموع کې په یاده غونډه کې د برخه‌والو شمېر د تېر کال د مراسمو په پرتله نږدې لس برابره لږ وو، څوکۍ له یو بلې لیرې اېښودل شوې وې او اکثرو خلکو ماسکونه لرل.

د ښار د سولې پارک ته چې دا مراسم په‌کې جوړ شوي وو، لږ شمېر خلک پرېښودل کېدل او اکثره برخه‌وال له حملې روغ وتلي کسان او د هغو د کورنیو غړي وو.

د امریکا 'بي-۲۹' الوتکې د ۱۹۴۵ کال د اګسټ د شپږمې نېټې د سهار په ۸ بجې او ۱۵ دقیقې پر هیروشیما ښار یو اټمي بم وغورځاوه.

د هیروشیما د ښاروال په وینا په دې برید کې ۱۴۰ زره تنه ووژل شول.

هیروشیما

وروسته زرګونه تنه نور د ټپونو او د اټمي بم په نتیجه کې د ناروغیو له کبله مړه شول.

له پېښې ۳ ورځې وروسته د جاپان په ناګاساکي ښار کې ۷۵ زره تنه نور ووژل شول.

شپږ ورځې وروسته جاپان تسلیم شو او دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.