هرات کې د کانکور ازموینه پیل شوه

هرات کې د کانکور ازموینې لړۍ

نن په هرات کې د کانکور ازموینه پیل شوه.

د افغانستان د ازموینو د ملي کمېټې مسؤلین وایي په دې ازموینه کې څه باندې ۱۳ زره زده‌کوونکي برخه لري.

د افغانستان د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش ډاډ ورکړی چې د بایومتریک سیستم په کارولو سره تر ډېره د تقلب‌کاریو مخه نیول شوې ده.

له سیمې د ازادي راډیو خبریال له مسؤلینو سره تر خبرو وروسته وویل چې په هرات کې په دې ازموینه کې د کرونا وبا د خطر په پام کې نیولو سره ځانګړي روغتیایي تدابیر په پام کې نیول شوي.

په ټول افغانستان کې د کانکور ازموینې سږکال د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي له کبله ځنډنۍ شوې.

تر اوسه یوازې په ۱۷ ولایتونو کې دا ازموینه اخیستل شوې ده.

د افغانستان د ازموینو د ملي ادارې د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې تر ۲۰۰ زره ډېر زده‌کوونکي په کانکور ازموینه کې ګډون کوي چې له دې څخه ۱۲۵ زره کسان د لوړو زده‌کړو مؤسسو ته جذبېږي.