پومپیو: امریکا پر ایران د وسلو بندیز په اړه د ملګرو ملتونو غونډه بولي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن په پام کې لري راروانه اوونۍ پر ایران د وسلو د بندیز د تمدید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رای ورکولو غونډه راوبولي.

مایک پومپیو پرون خبریالانو ته وویل: "ځیني هېوادونه شته چې غواړي وسلې خرڅې کړي او دا کار به منځنی ختیځ بې‌ثباته کړي، اسرائیل او اروپا په خطر کې واچوي."

ښاغلي پومپیو وویل، د امریکا متحده ایالات به پرې نه‌ږدي چې داسې وشي.

امریکا پر ایران د وسلو د نړیوال بندیز د تمدید لپاره د پرېکړې مسوده ترتیب کړې ده.

په پام کې وه دغه بندیز د ملګرو ملتونو د مخکېني پرېکړه‌لیک له مخې د اکټوبر له ۱۸مې راکم شي.