بېروت کې د چاودنې له امله د وژل شویو شمېر ۱۳۵ ته ورسېد

بېروت کې چاودنه

د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د سې شنبې په ورځ د چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۵ تنو ته ورسېد.

د لبنان د روغتیا وزیر پرون چهارشنبه یوه محلي ټلوېزیون ته وویل، شااوخوا پنځه زره کسان په چاودنه کې ټپيان شوي او لسګونه نور تري تم دي.

چاودنه وړمه ورځ د بېروت بندر په یوه انبار خونه کې رامنځته شوې ده.

چارواکي وایي، چاودنه د امونیم نایتریت کیمیاوي سرې له کبله رامنځته شوې، دا مواد له څو کلونو راهیسې په ناخوندي ډول بندر ته نږدې یوه ګدام کې ساتل کېدل.

د رسنیو د راپور له مخې، دغه اندازه امونیم نایتریت چې د چاودنې وړتیا لري، احتمالاً کلونه مخکې دغه بندر کې له یوې بېړۍ نیول شوي وو.

د لبنان حکومت پرون د بېروت بندر چارواکي په کورونو کې نظربند کړل.