نیمروز کې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي

د نیمروز نقشه

د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۷ ملکیان ووژل.

د نیمروز ولایت د مطبوعاتي دفتر سرپرست بهرام‌خېل ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان پرون له غرمې وروسته د خاشرود پر لاره روان و چې موټر یې پر خښ شوي ماین وخوت.

نوموړی زیاتوی، چاودنه کې یو کس ټپي شوی هم دی.

د نیمروز مسؤلین وایي، دا ماین طالبانو ایښی و، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.