افغان چارواکي: د لویې جرګې لپاره چمتووالی ډېر ښه روان دی

ارشیف

افغان چارواکي وایي، کابل کې د سبانۍ لویې جرګې لپاره چمتووالی ډېر ښه روان دی.

د دغې جرګې د عامه اړیکو د کمېټې یوه غړي غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته وویل، رابلل شوي ډېر مېلمانه رارسېدلي او پاته نور به تر نن ماښامه راورسېږي.

هغه زیاته کړه: "د جرګې چمتووالی تر دې مهاله ډېر ښه روان دی، له ډېرو ولایتونو د جرګې غړي چې د پخوانۍ جرګې غړي هم وو، رارسېدلي دي، دا د سولې مشورتي لویه جرګه ده، د سولې د لارې نقشه د دوی په مشوره جوړېږي، دا چې یو شمېر کسانو مخالفتونه کړي، مهم نه‌دي، ځکه د افغانانو اراده مهمه ده."

د جرګې له جوړېدو سره طالبانو او په دولت کې دننه د ولسي جرګې مشر مخالفت کړی دی.

پر جرګې دا انتقاد هم شته چې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ چې څلورنیم میلیونه ډالر کېږي، لګښت پرې راځي، خو مسؤلین‌یې وايي، د جګړې لګښتونو ته په پام دا کم لګښت دی او دوی یې حساب کتاب ته چمتو دي.

دا جرګه شااوخوا درې زره ګډونوال لري او درې ورځو لپاره پلان شوې ده.