'بېروت کې چاودېدلي امونیم نایتریت له یوې ضبط شوې کښتۍ راښکته شوي و'

بېروت کې شوې چاودنه

رسنۍ وايي هغه امونیم نایتریت سره چې د بېروت د بندر په ګودام کې تېره شپه وچاودېدل، احتمالاً کلونه وړاندې له یوې ضبط شوې بېړۍ راښکته شوي وه.

راپورونه وايي چې روسی سوداګر ایکور ګریچشینکین د دې بېړۍ خاوند و.

د لبنان د کورنیو چارو وزیر محمد فهیم یوه ځايي ټلوېزیون ته وویل چې په چاودنه کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ژوبل دي.

ظاهراً دا پېښه د ۲ زره ۷۰۰ ټنه امونیم نایتریت سرې د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.

فهیمي همداراز وویل، دا خطرناکه چاودېدونکې سره په ۲۰۱۴ م کال له یوې باري بېړۍ څخه تر ضبط کېدو وروسته د ساحلي بندر په ګودام کې ساتل کېده.

په همدې منځ کې د لبنان صدراعظم حسن دیاب وویل، شاوخوا ۲ زره ۷۰۰ ټنه امونیم نایتریت په ګودام کې له ۶ کلونو راهیسې په داسې حالت کې ساتل کېده چې د خوندیتوب لپاره‌یې تدابیر په پام کې نه‌و نیول شوي.