امریکا: په لیبیا کې د تاوتریخوالو پر زیاتېدو سخت خواشیني یو

ارشیف، لیبیا

امریکا وايي، په لیبیا کې د تاوتریخوالو پر زیاتېدو سخته خواشینې ده او له بهرنیو قدرتونو غواړي چې په دغه هېواد کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین پرون په یوه بیان کې ویلي چې امریکا په لیبیا کې د ټولو خواوو له لوري د ملېشو او خصوصي قراردادي ځواکونو د کارولو په شمول د بهرنیانو د پوځي لاسوهنې کلکه مخالفه ده.

د امریکا پوځ مسکو تورن کړی چې په لیبیا کې د نفوذ لپاره دغه هېواد ته وسلې او وسله‌وال لېږي.

روسیه د لیبیا په ختیځ کې د خلیفه حفتر د ملي پوځ ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو د يېژندل شوي حکومت پر ضد جنګېږي.