جمو او کشمیر په اړه د هند د تېر کال پرېکړه؛ پاکستان کې لاریونونه وشول

د پاکستان ولسمشر عارف علوي لاریونوالو ته د وینا پر مهال.

د هند له لوري د جمو او کشمیر د ځانګړي امتیاز د پای ته رسولو او له نوي ډېلي سره د دې لانجمنې سیمې د یوځای کولو له لومړۍ کالیزې سره په یو وخت د پاکستان په لویو ښارونو کې نن زرګونه کسانو د اعتراض په دود لاریونونه وکړل.

په دغو لاریونونو کې سیاستوالو، مدافع وکیلانو، د بشري حقونو فعالانو او د سوداګرۍ اتحادیو غړو د هند اقدام ځپونکی وباله او هغه‌یې وغانده.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر ټولو په لوی لاریون کې چې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې وشو، ګډون وکړ.

د دې لاریون ګډونوالو د هند پر ضد شعارونه ورکړل او پر نړیوالو قدرتونو یې غږ وکړ چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د اوسېدونکو له لوري په دې قضیه کې مداخله وکړي.

د هند حکومت د تېر کال په همدې ورځ اعلان وکړ چې د خپلې خوا د کشمیر حقوقي دریځ بدلوي.