د پاکستان نوې نقشه؛ د هند کنټرول لاندې کشمیر د پاکستان خاوره یاده شوې

ارشیف

د پاکستان حکومت د دغه هېواد یوه نوې سیاسي نقشه ترتیب کړې چې په‌کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د پاکستان خاوره یاده شوې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان سې شنبه د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې خلکو ته ویلي چې نوې ملي نقشه د کابینې له‌خوا تصویب شوې او له دې وروسته به د یاد هېواد نوې رسمي نقشه وګرځي.

دا کار د جمو کشمیر د نیمه کورواکۍ د ورختمولو په اړه د هند د حکومت د پرېکړې د یو کلن کېدو په مناسبت شوی.

هند د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په پنځمه د جمو کشمیر سیمې او لداخ سره جلا کړې او واک‌یې نوې ډهلي ته وسپاره.

دا کار په کور دننه د کشمیر د خلکو او د هند د مخالفو ګوندونو له غبرګون او په بهر کې هم د پاکستان، بنګله‌دېش او یو شمېر نورو هېوادونو له کلک مخالفت سره مخ شو.

هندوستان د پاکستان له‌خوا د یوې نوې سیاسي نقشې ترتیب یو بې‌ځایه کار بللی دی.

هندي چارواکو ویلي د پاکستان دا کار نه قانوني اعتبار لري او نه نړیوالو ته د منلو وړ دی.