'ټرمپ به افغانستان کې د امریکا تر انتخاباتو خپل د ځواکونو شمېر نیمايي کړي'

یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې

  • ملټري ټایمز

ملټري ټایمز د افغانستان په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر تازه څرګندونو لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې ویل شوي، په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو تر ورځې ښايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر نیمايي ته راکم شي.

ولسمشر ټرمپ په یوې تازه مرکه کې چې د 'اېچ.بي.او' له اکسیوس خبري شبکې سره‌یې کړې ویلي، ممکن په افغانستان کې امریکايي سرتېري د څلورو او پنځو زرو ترمنځ شمېر ته راکم شي.

دا مهال امریکا په افغانستان کې ۸،۶۰۰ سرتېري لري.

په لیکنه کې په تېره میاشت کې د امریکا د استازو په جرګه کې هغې رای ورکولو ته هم اشاره شوې چې په‌کې افغانستان کې تر ۸،۰۰۰ نه ښکته شمېر ته د امریکايي سرتېرو د کمولو په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د واک محدودول منل شوي. لیکنه وايي، اوس باید د امریکا سنا دا اقدام تصویب کړي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون له مخې که چېرې طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي، د راتلونکي کال تر نیمايي پورې به ټول بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونې بیا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو ټیلیفوني خبرو ته اشاره کړې.

په لیکنه کې ویل شوي، ننګرهار کې جګړه روانه وه چې پومپیو له ملا برادر سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. پر ننګرهار محبس دا وسله‌وال برید د دوشنبې په مازیګر پای ته ورسېد.

خپرونه وړاندې وايي، پومپیو او برادر د افغان حکومت سره د بندي طالب زندانیانو په اړه هم وغږېدل.

طالبان د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې د حکومت له زندانونو څخه د خپلو پنځو زرو بندیانو خوشې کول غواړي. افغان حکومت بیا ګڼ شمېر دا زندانیان خوشې کړي، خو د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول‌یې رد کړي دي.

د فارین پالېسي په دې لیکنه کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د دې کسانو په خوشې کولو کې زړه نازړه دی او وايي دوی، درې کاله مخکې د جرمني د سفارت مخې ته د خونړۍ چاودنې په څېر درنو جرمونو کې لاس لري.

ولسمشر غني ویلي، مشورتي لویه جرګه به د دې ۴۰۰ زندانیانو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي. اوس ټول د دې لویې جرګې په تمه دي چې ټاکل شوې راتلونکې جمعه جوړه شي.