افغانستان کې دولتي او خصوصي پوهنتونو نن پرانیستل کېږي

ارشیف، یو شمېر افغان محصلین

په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر تړل کېدو څلور میاشتې وروسته نن د چهارشنبې په ورځ د زمري په پنځمه پوهنتونونه بېرته پرانیستل کېږي.

جمهوري ریاست ویلي چې په دې اړه د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه.

چارواکو په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د تېر کال په کب میاشت کې پرېکړه وکړه چې پوهنتونونه او ښوونځي دې وتړل شي.

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې ایا ښوونځي به پرانیستل شي که نه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون وویل چې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه پرېکړه به د کابینې په بله غونډه کې وشي.