ټرمپ: ممکن افغانستان کې نږدې ۵۰۰۰ پورې خپل سرتېري راکم کړو

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي احتمالاً تر نومبر میاشتې پورې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د څلوروزرو او پنځو زرو ترمنځ شمېر ته راکم شي.

ډونالډ ټرمپ له اکسیوز خبري شبکې سره په هغه مرکه چې پرون له ایچ. بي. او خپره شوه وویل: "په لنډه موده کې به زموږ د پوځیانو شمېر ۸۰۰۰ ته راکم شي، بیا به دا شمېر څلورو زرو ته راکم شي، دا مهال پر دې موضوع په خبرو اترو بوخت یو، موږ د ۱۹ کلونو لپاره په افغانستان کې وو."

کله چې خبریال پوښتنه وکړه، په نومبر میاشت کې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر به دقیقاً څو ته راکم شي؟

ولسمشر ټرمپ وویل، چې احتمالاً دغه شمېر به د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ ته راکم شوی وي.

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر مخکې ۱۲۰۰۰ ښوول شوی و، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر په کمېدو دی.

یوه امریکايي جنرال په جون میاشت کې ویلي وو، د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم شوی دی.