چین د ټیک ټاک اپلکېشن پېرلو لپاره د امریکا هڅې 'څرګنده سرزوري' بولي

د چین بیرغ

چین، د ټیک ټاک اپلکېشن د رانیولو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو هڅې یوه "څرګنده سرزوري" بللې ده.

دغه اپلکېشن د یوه چینايي شرکت دی، چې د لنډو ویډیوګانو د کتلو لپاره کارول کېږي، خو په وروستیو کې په امریکا کې د ملي امنیت د ملحوظاتو له مخې له څېړنو سره مخامخ دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې دغه شرکت د کاروونکو پټ معلومات د چین له دولت سره شریکوي، خو ټیک ټاک دا موضوع ردوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ټیک ټاک لپاره د شپږو اوونیو مهلت وټاکه، چې د امریکا د برخې فعالیتونه وپلوري.

ولسمشر ټرمپ ویلي، د امریکایي شرکت مایکروسافټ له خوا د دغه اپلکېشن د رانیولو مخالف نه دی.

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ وینبین نن په پیکنګ کې وویل، د امریکا دا اقدام د نړيوال تجارتي سازمان له اصولو سره په ټکر کې دی.