د سپین بولدک پېښې څېړونکی پلاوی سیمې ته رسېدلی

ارشیف

هغه پلاوی چې په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو د ملکي افغانانو د وژنې د ادعاوو په اړه د څېړنې لپاره مؤظف شوی د پېښې سیمې ته رسېدلی.

د پلاوي مشري د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال صدیق‌الله فهیم کوي او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت او نورو ادارو استازي یې غړي دي.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي چې کندهار ته د پلاوي د سفر موخه د دې پېښې هر اړخیزه څېړنه، له متضررو کورنیو او خلکو سره مرسته او د دې خبرې یقیني کول دي چې راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه‌شي.

د عرفې په ورځ د افغان او پاکستاني پوځیانو نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د راپورونو له مخې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌یې کوله.

په دې نښته کې د افغان چارواکو په وینا ۱۶ ملکي افغانان مړه او ۸۰ نور ټپیان شول.