ولسمشر غني او مودي د سولې او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني پرون د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره په ټیلیفوني تماس کې د افغانستان د سولې او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي.

هندي رسنیو د هند صدراعظم د دفتر په حواله راپور ورکوي چې دا خبرې پرون دوشنبه وشوې او په ترڅ کې یې ښاغلي مودي د سولې د ټینګښت په هڅو کې له افغانستان سره د هند پر ژمنو ټینګار وکړ.

خبر زیاتوي چې ولسمشر غني او د هند صدراعظم د سیمې پر بدلېدونکي امنیتي وضعیت او نورو مسایلو هم بحث وکړ.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.