پومپیو او ملا برادر پر بین‌الافغاني خبرو او زندانیانو بحث وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ماښام په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره وېډیویي خبرې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې دواړو لورو د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بحث درلود او د افغان حکومت له‌خوا یې د پاتې بندیانو خوشې کېدل مهم وبلل.

ښاغلي پومپیو د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان هرکلی وکړ.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د یو بل بندیانو په خلاصون سره باید بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

تر اوسه طالبان زر تنه حکومتي بندیان خوشې کړي، خو افغان حکومت ۴،۶۰۰ بندیان خوشې کړي او وایي د ۴۰۰ پاتې بندیانو د خوشې کېدو په اړه به مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه بل ټویټ کې د افغانستان د حکومت هغه ادعا رد کړې چې وایي طالبانو د اختر د درې ورځني اوربند څخه سرغړونه کړې ده.