د جرمني په "میکلن بورګ ورپومیرن" کې ښوونځي پرانیستل شول

جرمني کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي، نن د اګست په درېيمه نېټه د جرمني په شمالي ایالت کې لسګونو زره زده کوونکي بېرته ښوونځو ته روان شول.

میکلن بورګ ورپومیرن د جرمني له شپاړسو ایالتونو لومړی دی چې د مارچ میاشتې راهیسې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته یې ښوونځي پرانیستي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینز سپان اعلان کړی چې د کویډ۱۹ له خطر سره له مخامخ هېوادونو څخه جرمني ته ورتلونکي مسافر باید د کویډ۱۹ معاینات وکړي.

د اګست په لومړۍ نېټه په برلین کې د کرونا ویروس په خاطر د بندیزونو پر وړاندې لاریونونه وشول.

پولیسو ویلي په دغو لاریونو کې ۱۷۰۰۰ کسانو ګدون کړی وو.