د افغانستان دفاع وزارت: د داعش ډلې غړي زموږ تر څار لاندې دي

ارشیف، د داعش جنګیالي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې غړي د دوی تر څار لاندې دي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست د شنبې په ورځ دا اعلان وکړ چې د داعش دلې د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر اسدالله اورکزی یې وژلی دی اوس د افغانستان دفاع وزارت وايي چې داعش ډلې په دغه هېواد کې ماته خوړلې.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۲» ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغې ډلې غړي د دوی تر څار لاندې دي.

فواد امان

ښاغلی امان زیاتوي: "په ټوله کې افغانستان کې داعش ماته خوړلې، په وروستي یو کال کې یې ډېری سنګرونه په ځانګړي ډول ختیځ کې تخریب شول، ډېر مهم او کلیدي کسان‌یې ونیول شول یا ووژل شول، له زرو زیات جنګیالي یې له خپلو کورنیو سره افغان حکومت ته تسلیم شول. د داعش ډلې پاتې کسان مو هم تر څار لاندې دي."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تېره ورځ اعلان وکړ چې د داعش دلې د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر اسدالله اورکزی یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژلی دی.

په دې اړه د ملي له ریاست نه په خپرې شوې خبرپانه کې راغلي چې نوموړی د پاکستان د اورکزيو اجنسۍ د اخېل سیمې اصلي اوسېدونکی و.

په اعلامیه کې نوموړی د داعش ډلې یو ډېر خطرناک او مهم کس بلل شوی او ویلي چې په افغانستان کې د ډېری حملو مسؤل هم و.

که څه هم د ملي امنیت ریاست د دغه عملیاتو د ځای په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د ننګرهار ولایت د مقام دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې ضیا الرحمن مشهور په اسدالله اورکزی په جلال‌اباد کې په مولوي خالص فامیلیو کې د ملي امنیت ریاست په عملیاتو کې وژل شوی دی.

اسدالله اورکزی

د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې په دغه هېواد کې د داعش ډلې د له‌منځه وړلو ادعا کوي چې په وروستیو څو میاشتو کې دغې ډلې د څو لویو بریدونو او چاودنو مسؤلیت پر ځان منلی دی.

د داعش یا اسلامي دولت ډلې له‌خوا د ثور په ۲۳مه د کابل د برچي سیمې په ملي سل بستریز روغتون په ډله‌ییز برید کې ۲۷ تنه ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل وو.

د دې ترڅنګ د داعش ډلې وروستیو څو میاشتو کې د کابل په بېلابېلو سیمو کې د ماین چاودنو له لارې هم خلکو ته مرګ‌ژوبله واړوله چې په ترڅ کې یې د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي هم ووژل شوه.

خو د افغانستان د ولسي جرګې دفاعي کمېسیون بیا وایي، داعش ډله نه‌ده ختمه شوې او برعکس بریدونه‌یې زیات شوي.

ولسي جرګه

د دې کمېسیون مرستیال غلام ولي افغان د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې دغه ډله په یو شمېر ولایتونو کې اوس هم جلب و جذب لري.

ښاغلی افغان زیاتوي: "داعش ډله اوس هم فعالیت لري هغو ولایتونو کې چې د دوی نفوس کم و هغه ولایتونو کې هم د دوی جلب و جذب روان دی، داخلي جګړه په دې اتباعو او ملي امنیت په مسایلو اړه نه‌لري، تر هغه چې د دوی مرستیال ډونران د دوی څخه لاس وانه‌خلي. تر هغه وخته به همدا جګړه وي."

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په داسې حال کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د استخباراتو د مشر اسدالله اورکزي د وژلو خبر ورکوي چې دغې ادارې څه موده مخکې، د داعش دلې د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي او دوه نور مهم غړي د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ونیول.

اسلم فاروقي

ملي امنیت ریاست هغه مهال په خپله خبرپانه کې ویلي و چې له اسلم فارقي سره‌یې یوځای بنګله‌دېشی محمد تنویر او پاکستانی علي محمد هم نیولي دي.