اېشیا ټایمز: د افغانستان طبیعي سرچینو په اړه معلومات او ارقام تر ډېره دقیق نه‌دي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • اېشیا ټایمز

اېشیا ټایمز ورځپاڼې په امنیت کې د افغانستان د سرچینو پر رول لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې لولو چې افغانستان یو غرنی هېواد دی، په خپل غېږ کې له لرغونو زمانو څخه ارزښتناک کانونه لري، خو د دغو کانونو د استخراج په برخه کې پرمختګ نه‌دی شوی.

د افغانستان کانونو ته وروسته له دې چې د طالبانو رژیم وپرځول شو د افغانستان حکومت او بهرنیانو توجه زیاته کړه.

اېشیا ټایمز وايي، په وروستیو دوو لسیزو کې د افغانستان حکومت هڅه کړې چې د نورو هېوادونو په مرسته د افغانستان تر ځمکې لاندې سرچینې ومومي او استخراج‌یې کړي. د دې ورځپاڼې پر اساس، د افغانستان د کانونو ارزښت یو تریلیون ډالره یا تر دې څه زیات دی.

خو د افغانستان حکومت وايي چې د کانونو ارزښت‌یې تر درې تریلیونو اوړي.

د اېشیا ټایمز له لیکنې سره سم، د افغانستان د طبیعي سرچینو په اړه معلومات او ارقام تر ډېره دقیق نه‌دي، بلکې عمومي دي، خو مهمه دا ده چې افغانستان مهم، متنوع او زیات کانونه لري.

د لیکنې د لیکوال په باور له یوه نظره د افغانستان طبیعي سرچینې افغانانو ته د اقتصادي سوکالۍ هیله غوړوي.

دا سرچینې په عین حال کې د افغانستان له امنیت، سیاسي او کلتوري ودې او اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته کولای شي، خو د کانونو استخراج په خپله امن چاپېریال ته اړتیا لري.

په لیکنه کې په عین حال کې ویل شوي چې کانونه په اتومات ډول د افغانستان د امنیت او پرمختګ سبب کېدای نه‌شي او له بلې خوا سختدریځې او ترورېستي ډلې هڅه کوي چې پر کانونو تسلط ومومي. په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو او نورو ډلو هڅه کړې چې هغه سیمې ونیسي چې کانونه هلته شته او له دې درکه پیسې لاس ته راوړي.

نو پر دې اساس کانونه عملاً د بې‌ثباتۍ د ډېرېدو سبب شوي دي.

د اېشیا ټایمز پر اساس، د افغانستان د حکومت په نسبت ترورېستي او جنایتکارې ډلې له کانونو ډېر عاید ترلاسه کوي چې له کبله‌یې د ناامنۍ اور ته لمن وهل کېږي.

ورځپاڼه په پای کې نتیجه اخلي چې که د افغانستان حکومت د کانونو د استخراج لپاره ښه ستراتېژي ولري، دا سرچینې په افغانستان کې د امنیت له ښه کېدو او د افغانانو له سوکالۍ سره مرسته کولای شي او کنې ناامني لا ډېروي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو د پنجشنبې په ماښام د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو پر نښته لیکنې خپرې کړي چې په لړ کې یې دواړو خواوو ته مرګ‌ژوبلې واوښتې.

دواړو ورځپاڼو د افغان چارواکو په قول ویلي چې د پاکستاني ځواکونو د ډزو په نتیجه کې په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۱۵ افغانان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

له دې پېښې وروسته پاکستان اعلان وکړ چې په دې نښته کې د پاکستان لور ته هم مرګ‌ژوبلې اوښتې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ وویل چې دا پېښه باید نه‌وی شوی.