دوه امریکايي ستورمزلي نن بېرته ځمکې ته راګرځي

دو هرلي او باب بهینکن

دوه امریکايي ستورمزلي چې شاوخوا دوه میاشتې پخوا فضايي تمځای ته تللي وو، نن بېرته ځمکې ته راګرځي.

د ناسا دواړه ستورمزلي دو هرلي او باب بهینکن به په سپېس اېکس دراګن کپسول یا ستوربېړۍ کې له ۱۹ ساعته مزل وروسته نن د افغانستان په وخت د شپې په ۸ بجې او ۴۶ دقیقې فلوریدا ته نږدې په مکسیکو خلیج کې ښکته شي.

دا دوه ستورمزلي د مې په ۳۱مه نېټه په فلوریدا کې د ناسا له کنېډي فضايي مرکزه فضا ته تللي وو.