روغتیا نړیوال سازمان: ښايي کرونا وبا د اوږدې مودې لپاره پاتې شي

لابراتوار کې د کرونا ویروس ازمايښت

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، ښايي د کرونا ویروس وبا د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

دې سازمان ۶ میاشتې پخوا کرونا نړیواله وبا اعلان کړه او په نړۍ کې بېړنی حالت غوره شو.

د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تدروس ادهانوم وايي، د بېلابېلو هېوادونو پر روغتیا او اقتصاد به د کرونا ویروس اغېز اوږده موده دوام وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو پر اساس تر اوسه په درسته نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ۶۸۱ زرو اوښتی دی.