'د داعش په قصاب' مشهور اسدالله اورکزی په ننګرهار کې ووژل شو

اسد الله اورکزی د داعش د استخباراتو عمومي مسؤل و

د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست وايي د داعش ډلې د خراسان څانګې هغه غړی یې وژلی چې د داعش په قصاب مشهور و.

دغه ریاست پرون په یوه اعلامیه کې وویل، اسد الله اورکزی چې د داعش د استخباراتو عمومي مسؤل و، په اصل کې د پاکستان د اورکزۍ اجنسۍ د اخېل سیمې اوسېدونکی و.

د ملي امنیت په حواله، دغه کس چې په اسد الله هم مشهور و، په سیمه کې د داعش د ارتباطاتو مسؤلیت هم درلود.

بلخوا د ننګرهار مطبوعاتي دفتر بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کس پرون ماښام د جلال‌اباد په مولوي خالص فامیلیو کې وژل شوی دی.